غزه کې د صهیونیستي رژیم په بریدونه؛ ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې تېره ورځ د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، په شهیدانو کې ۷ ماشومان هم شامل دي، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
بل لور ته، سرچینې زیاتوي چې صهیونیستي رژیم په غزه کې د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند له اعلان وروسته هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، چې له امله یې تر دې مهاله ۵۲۰ فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وایي، چې د پرله‌پسې بریدونو له امله په غزه کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او نړیوال بنسټونه د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button