ایران او امریکا د اټومي پروګرام په اړه په عمان کې خبرې پیلوي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې په عمان کې ترسره شي. نوموړي د عمان له حکومت څخه مننه کړې، چې د مذاکراتو د پیل زمینه یې برابره کړې ده.
د امریکا چارواکو هم تایید کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې د باور جوړونې او د اټومي لانجې د حل لپاره ترسره کېږي.
د خبرو اجنډا او ګډون کوونکي تر اوسه نه دي اعلان شوي، خو تر دې مخکې راپورونو کې ويل شوي چې د ايران له خوا عباس عراقچي او د امريکا له خوا سټوف ويټکوف او جيراډ کوشنر په دې خبرو کې ګډون کوي.
دغه ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي هڅه ګڼل کېږي، او دواړه لوري هڅه کوي د شخړې حل لپاره ډیپلوماتیکه لار غوره کړي.



