د سوډان جګړه؛ خرطوم کې هوایي برید لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د جګړو په دوام، یو هوایي برید لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سوډاني پوځ ویاند “نبیل عبدالله” ویلي، چې چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) په یوه روغتون برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او ۵۵ نور ټپیان دي.

نوموړي دغه برید غندلی او ویلي یې دي، چې روغتیايي مرکزونه باید له بریدونو خوندي وساتل شي.

بل لور ته، د جګړې له امله په سوډان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی او زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي او نړیوال بنسټونه د جګړې د درولو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button