علي شمخاني ټرمپ ته: ایران پرېږده د اپسټین اسنادو کې خپل حیثیت وګوره

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د ستر مذهبي مشر ایات الله علی خامنه ای لوړ پوړي سلاکار “علي شمخاني” د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا ایران ته د ګواښونو په غبرګون کې ویلي، چې ټرمپ باید د ایران پر ضد د دریځ نیولو پر ځای د جفري اپسټین په اسنادو کې خپل حیثیت وګوري.

شمخاني ویلي، چې ټرمپ باید د نورو هېوادونو پر چارو له تبصرو وړاندې خپل سیاسي او شخصي وضعیت وارزوي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې د اپسټین اړوند اسنادو له خپرېدو او پکې د ټرمپ د ښکیلتیا په اړه په نړیواله کچه بحثونه روان دي.

د ویلو ده، چې دغه لوړ پوړی ایراني چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د ایران-امریکا اړېکې تر بل هر وخت ډېرې کړکیچنې دي او ولسمشر ټرمپ بیا، بیا پر ایران د بریدونو ګواښونه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button