د روسیې کازان فورم کې د ګډون لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته رسمي بلنه ورکړل شوه

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران وایي، د دغه وزارت کلتوري آتشې فضل الهادي حمزه په مسکو کې د روسیې فدراسیون د کلتور وزارت له چارواکو سره لیدنه کړې، چې پکې د هنرونو او د خلکو د نوښتونو د ملاتړ څانګې مرستیال انتون اندرېيويچ کوزنیڅوف او اړوندو مسؤلینو ګډون درلود.
په دې لیدنه کې د روسیې له لوري د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شېر احمد حقاني او مل پلاوي ته په کازان ښار کې د جوړېدونکي لوی اقتصادي، کلتوري او توريزم فورم کې د ګډون رسمي بلنلیک وسپارل شو.
د غونډې پر مهال دواړو لورو د کلتوري همکاریو، توريزم او په روسیه کې د افغانانو لپاره د کلتوري مرکز د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.
روسي لوري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د روسیې د کلتور وزارت هم غواړي یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.



