ذبيح الله مجاهد: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بېځایه دي

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه راپورته شوې اندېښنې بېاساسه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان استازي په یاده ناسته کې حضور نه درلود، له همدې امله ځینې هېوادونه د تشې له فضا څخه په ګټې اخیستنې د امنیتي وضعیت په اړه ناسم تبلیغات خپروي.
مجاهد زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال په بشپړ ډول امن دی او د ده په وینا، په هېواد کې هېڅ بهرنۍ یا خپلسري وسلهواله ډله شتون نه لري. هغه زياته کړې چې د داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو د سیمې په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې یې بیا ځالې جوړې کړې دي.
د اسلامي امارت ویاند یو ځل بیا ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د اندېښنې اړتیا نشته.
نوموړي ویلي، د افغانستان له خاورې څخه د ګواښ د نه رامنځته کېدو په اړه د اسلامي امارت دریځ روښانه او ثابت دی.



