ټیلیګراف ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د فشار راوستلو پنځه پړاوه پوځي ستراتیژي جوړه کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران یوه پنځه پړاوه ستراتیژي جوړه کړې چې موخه یې د امریکا پر ضد احتمالي جګړه کې د درنې بیې تپل دي، نه دا چې امریکا په بشپړه توګه نظامي ماته کړي.
راپور وايي، دا معلومات د تسنیم خبري اژانس له خپرو شویو جزییاتو رااخیستل شوي، چې د ایران د سپاه پاسداران سره نږدې بلل کېږي.
دغه ستراتیژي د “مخنیوي تګلارې” په نوم یاده شوې، چې هدف یې پر واشنګټن او نړیوال اقتصاد داسې فشار راوستل دي چې امریکا شاتګ ته اړ شي.
د یاد پلان لومړی پړاو د جګړې په لومړیو ساعتونو کې د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو پراخ او ناڅاپي بریدونه ښيي، چې د سیمې پر امریکايي اډو به ترسره شي.
دوهم پړاو کې به د ایران متحدې ډلې لکه حزبالله، حوثیان، عراقي ملېشې او د سوریې وسلوالې ډلې په بېلابېلو جبهو کې فعالیتونه پیل کړي څو د امریکا پوځي تمرکز ووېشي.
درېیم پړاو د هرمز تنګي تړل یا د تړلو ګواښ بلل شوی، چې له لارې یې د نړۍ د تېلو مهمه لاره تر فشار لاندې راځي او د انرژۍ بیې لوړېږي.
څلورم پړاو کې سایبري بریدونه، نامتوازن سمندري جګړه، سمندري ماینونه، چټکې کښتۍ او د ساحل څخه د بېړیو ضد توغندي شامل دي، څو لوژستیکي لارې ګډې وډې شي.
پنځم او وروستی هدف دا ښودل شوی چې ایران غواړي جګړه دومره ګرانه کړي چې امریکا یې دوام ته زړه ښه نه کړي او په پای کې د ایران د شرطونو سره سم هوکړې ته کښېني.
راپور زیاتوي، دا ارزونه د دې پر بنسټ ده چې امریکا د منځني ختیځ اوږدې او لګښتناکې جګړې ته چندان لېواله نه ده.



