د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي امريکا سره پر اتومي مذاکراتو خبرو لپاره مسقط ته ورسيد

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ويلي، چې ډاکټر عباس عراقچي د یوه لوړپوړي ډیپلوماتیک پلاوي په مشرۍ مسقط ته تللی، څو له امریکا سره د اتومي برنامې په اړه خبرې وکړي.

ايران وايي، دغه مذاکرات د ټینګ موقف سره ترسره کېږي، ترڅو د اتومي موضوع په اړه عادلانه او درناوی لرونکې موافقه ترلاسه شي.

ویاند وویل، ایران د تېرې تجربې له کړاوونو، د ژمنو د سرغړونو، د ۲۰۲۵ کال د جون د پوځي برید او د جنورۍ د بهرنیو مداخلتونو څخه خبر دی، خو ټینګار یې کړی چې د خلکو د حقونو دفاع او د سیمې د سولې او ثبات ساتل د ایران د مسؤلیت برخه ده.

په پای کې ایران د سیمه‌ییزو او نړیوالو دوستانو د ملاتړ مننه کړې او د امریکا له لوري یې غوښتنه وکړه، چې په دې مذاکراتو کې په مسوولانه او جدي ډول ګډون وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button