امریکا يو ځل بيا په ایران کې امریکایي وګړو ته د ژر تر ژره وتلو خبرداری ورکړ

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څلور عاجل خبرداري خپاره کړي او په ايران کې موجوده ټولو امریکایي وګړو ته يې سپارښتنه کړې، چې باید هرڅومره ژر امکان ولري له دغه هېواد ووځي.
وزارت خبرداری ورکړی، چې امریکایان باید په دې وضعیت کې یوازې پر حکومت تکیه ونکړي او د مرستې لپاره خپل تدابیر په خپله ترسره کړي.
دغه اقدام د احتمالي امنیتي خطرونو د زیاتوالي له امله شوی او د امریکایي اتباعو د خونديتوب لپاره یې د پام وړ تدابیر ضروري بللي دي.



