د سیف الاسلام قذافي جنازه کې د زرګونو کسانو ګډون؛ د لیبیا د یوالي غوښتونکی بن ولید ښار کې خاورو ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د لیبیا د پخواني پوځي واکمن “معمرالقذافي” د زوی او د لیبیا د یووالي غوښتونکي سیاستوال سیف الاسلام قذافي جنازه کې زرګونو کسانو ګډون کړی او نوموړی د بن ولید ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.
راپورونه وايي، په جنازه کې د هغه پلویانو، د بېلابېلو قبیلو مشرانو، د قذافیه قبیلې مشرانو او د طرابلس حکومت ځینو چارواکو برخه اخیستې وه.
د سیف الاسلام خور، عائیشه قذافي، له عمان څخه د ویډیو له لارې د جنازې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل چې له سیاست څخه به لاس وانخلي او د خپل ورور د وصیت له مخې به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شي.
هغې یو ځل بیا صهیونیستي رژیم، د خلیفه حفتر ملیشې او متحده عربي امارات د خپل ورور د وژنې مسؤل وبلل.
د یادونې ده، چې سیف الاسلام قذافي څو ورځې وړاندې د لیبیا زنتان ښار کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی و.
سیف الاسلام د لیبیا د پخواني واکمن معمرالقذافي دویم زوی و او ویل کېدل چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته مخکښ نوماند و.
نوموړي هڅه کوله چې وېشل شوې لیبیا بېرته سره یو موټی کړي.



