د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د اسلاماباد د جومات خونړۍ چاودنه وغندله

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پلازمېنې اسلاماباد اړوند په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال شوې خونړۍ چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.
یاد وزارت ویلي، دا ډول بریدونه چې د سپېڅلو شعایرو او جوماتونو حرمت تر پښو لاندې کوي او عبادت کوونکي او ملکي وګړي په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو ښکاره خلاف عمل دی.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې ده.
د ځایي پولیسو او پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، یاده چاودنه اسلاماباد ترڅېرمه په ترلهیي سیمه کې په یوه جومات کې شوې، چې له امله یې تر اوسه د ۳۱ کسانو جسدونه او ۱۷۱ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي، او د تلفاتو شمېر له ۲۰۰ کسانو اوښتی دی.



