عباس عراقچي: د مسقط خبرې مثبتې وې او د مذاکراتو پر دوام هوکړه شوې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې د مسقط د خبرو اترو پر مهال د ایران ګټې، د ولس حقونه او اندېښنې مطرح شوې او د خبرو فضا مثبته وه. نوموړي زیاته کړه، دواړو لورو خپل نظرونه تبادله کړل او دا خبرې د اعتماد جوړونې لپاره ښه پیل و.
عراقچي وویل، ایران خپل دریځ، اندېښنې او ملي ګټې روښانه کړې او د مقابل لوري نظرونو ته یې هم غوږ نیولی دی، چې د ده په وینا دا چاره د تفاهم پر لور مهم ګام بلل کېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز ټینګار وکړ، چې د مذاکراتو د دوام په اړه عمومي هوکړه شوې او د راتلونکې ناستې د وخت او ځای په اړه به په نږدې ورځو کې پرېکړه وشي، نوموړي د نن ورځې خبرې مثبتې وبللې.



