ترکیې او مصر د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو تړون لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

ترکیې او مصر د ۳۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د وسلو د پېر او پلور تړون لاسلیک کړی، چې دا هوکړه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له قاهرې د وروستي سفر وروسته شوې ده.

د تړون له مخې، مصر به د ترکیې د هوايي دفاع سیستم Tolga واخلي، چې د بې‌پیلوټه الوتکو د ویشتلو لپاره ځانګړی شوی او پنځه همغږي دفاعي سیستمونه پکې شامل دي.

سربېره پر دې، په تړون کې دا هم شامل دي چې په مصر کې به د ترکیې له لوري د ۱۵۵ ملي‌متره مرمیو د تولید فابریکه جوړه شي.

د یادې معاملې ټول ارزښت ۳۵۰ میلیونه ډالر اټکل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button