ټرمپ د ایران سره سوداګري کوونکو هېوادونو ته د ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفې ګواښ وکړ

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

سپینې ماڼۍ ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړی چې له مخې به پر هغو هېوادونو ۲۵ سلنه اضافي ګمرکي تعرفه ولګول شي چې له ایران سره سوداګریزې اړیکې لري.

د فرمان له مخې، هر هغه هېواد چې له ایران څخه توکي یا خدمات په مستقیم یا غیرمستقیم ډول پېرې یا تر لاسه کوي، د امریکا بازار ته د خپلو صادراتو پر مهال به له اضافي تعرفې سره مخ شي. واشنګټن دا اقدام پر تهران د اقتصادي فشار د زیاتولو په موخه بولي.

دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې د ایران او امریکا ترمنځ په عمان کې د خبرو وروستی پړاو پای ته ورسېد.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، خبرې مثبتې وې او د مذاکراتو پر دوام هوکړه شته، خو د دواړو لورو ترمنځ د باور نشتوالی لا هم اساسي ستونزه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button