دفاع وزارت: د اسلام اباد وروستۍ پيښې په تړاو پر افغانستان د پاکستان تورونه بې‌اساسه او غير مسؤلانه دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، چې د اسلام‌اباد په یوه مسجد کې د پېښې وروسته د پاکستان د دفاع وزیر له خوا پر افغانستان تورونه بې‌اساسه او غیر مسؤلانه دي.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې پاکستاني چارواکو تل د بلوچستان او نورو پېښو په اړه په پټو سترګو افغانستان ته ګوته نیولې ده او ټینګار يې کړی چې دغه څرګندونې او پر افغانستان تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه لري او عجولانه اظهارات نه یوازې ستونزې نه حل کوي، بلکې امنیتي ناکامۍ پټولای هم نه شي. وزارت پوښتنه کړې چې که دوی عاملین سمدستي معلومولای، ولې تر پېښې مخکې یې د شنډولو او مخنیوي په برخه کې ناکام پاتې شول.

د دفاع وزارت په وینا، افغانستان اسلامي ارزښتونو ته ژمن دی او هېڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل او زورول د سیاسي موخو لپاره جایز نه بولي او نه هم د دې ډول کړنو ملاتړ کوي.

وزارت له پاکستان څخه غوښتي چې خپل مسؤولیت په مناسب ډول ترسره کړي، خپلو سیاستونو ته بیاکتنه کړي او د مثبت تعامل او همکارۍ روحیه خپله کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button