ډونالډ ټرمپ: د ایران سره خبرې ښې وې؛ ایران به د اتومي وسلو ترلاسه کولو توان ونلري

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ په عمان کې د جمعې ورځې مذاکرات ډېر مثبت و او ایران غواړي په جدي توګه یوه هوکړه لاسلیک کړي.
ټرمپ زياته کړې چې د راتلونکې اونۍ په پیل کې به نوي مذاکرات ترسره شي ترڅو د هوکړې جزئیات مشخص شي.
هغه ټینګار کړی چې هوکړه به یوازې د ایران د اټومي پروګرام په اړه وي او ويې ویل چې د امریکا سمندري ځواکونه په سیمه کې چمتو دي. ټرمپ زیاته کړه چې ایران به د اتومي وسلو ترلاسه کولو توان ونلري او امریکا کافي وخت لري ترڅو د هوکړې لپاره فشار راوړي.
د ایران د خبرو په اړه، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د مذاکراتو فضا ډېره مثبته وه او دواړو غاړو موافقه کړې چې د خپلو هیوادونو د مسؤلینو سره د مشورو وروسته خبرو ته ادامه ورکړي.
مذاکرات یوازې د اټومي مسئلې پورې محدود دي او ایران له امریکا غوښتنه کړې چې د ګواښونو مخه ونیسي ترڅو خبرې پرمخ ولاړې شي.



