په هرات کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت يو معالجوي روغتون پرانېستل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د هرات ولایت مقام وايي، په دغه ولایت کې د ۷۹ میلیونه افغانیو په لګښت نقیب معالجوي روغتون د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار او د روغتیايي سکتور د مسؤلینو په حضور کې پرانېستل شو. دغه روغتیايي مرکز په پنځو پوړونو کې په بشپړ ډول معیاري او مجهز جوړ شوی دی.

د پرانېستې په مراسمو کې د هرات والي ويلي چې د دغه روغتون پرانیسته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې یو مهم ګام دی.

هغه زیاته کړه چې هرات د افغانستان طبي قطب ګرځېدلی، خو ټینګار یې وکړ چې د ډاکترانو علمي کچه او د شفاخانو د خدمتونو کیفیت باید لا لوړ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button