په کنړ کې د اوبو له کوچنیو سرچینو د برېښنا تولید لپاره سروې پیلیږي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کنړ ولایت د اوبو او انرژۍ رئیس ملا دوست محمد حنفي د ختیځ زون د انرژۍ د تنظیم له آمر او مل تخنیکي ټیم سره وکتل او د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په موخه د سروې پر ترسره کولو یې خبرې وکړې.
د یادو لیدنو پر مهال پرېکړه وشوه چې د کنړ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د هغو سیمو پېژندنه وشي چې د کوچنیو اوبو سرچینو له لارې پکې د برېښنا تولید امکان شته.
سرچینې وایي، تخنیکي ټیم ولسوالیو ته سفر کړی، څو په عملي توګه د کنړ ولایت په ټولو ولسوالیو کې د اوبو له کوچنیو سرچینو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په موخه سروې ترسره کړي او د راتلونکو پروژو لپاره زمینه برابره شي.



