کابل کې د پنځمې حوزې پولیسو د غلو ۱۱ کسیزه ډله نیولې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د کابل امنیه قومندانۍ وايي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د غلا په تړاو ۱۱ کسیزه ډله نیولې ده.

د امنيه قومندانۍ په وينا، یاد کسان په بېلابېلو سیمو کې د بایسکلونو او موټرسایکلونو په غلا کې لاس درلود.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو غلا شوي بایسکلونه او موټرسایکلونه پرزه کول او بیا یې پلورل. تورن کسان د غلا شوو توکو سره یو ځای د عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

کابل امنیه قومندانۍ ویلي، مظنونینو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button