ولسمشر ټرمپ: امریکا له ایران سره د سولې نوې هوکړې ته چمتو ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” اعلان کړی، چې هېواد یې له ایران سره د سولې د یوې نوې هوکړې لپاره خبرو اترو ته چمتو دی.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشل» کې لیکلي، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو د دوام غوښتنه کړې او واشنګټن هم ورسره موافقه ښودلې ده.
هغه زیاته کړې، چې دواړه لوري کولی شي د خبرو له لارې د اختلافاتو د حل لپاره نوې لاره ومومي، خو په ورته وخت کې یې ټینګار کړی، چې د امریکا او ایران ترمنځ پخوانی موقتي اوربند په بشپړ ډول پای ته رسېدلی دی.
د ټرمپ دغو څرګندونو په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا زیاته شوې، خو دواړه لوري د دیپلوماسۍ د دوام لپاره هم د چمتووالي نښې څرګندوي.

مربوطه مطالب

Back to top button