واشنګټن تهران ته: د هرمز تنګي د پرانیستې پاتې کېدو پر ژمنې ودریږئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
لوړپوړو امریکايي چارواکو له ایران غوښتي د هرمز تنګي د سمندري لارې د پرانیستې پاتې کېدو او پر سوداګریزو بېړیو د نه برید پر ژمنې ودریږي.
د دوی په وینا، که تهران دا غوښتنه ونه مني، نو له ناوړه پایلو سره به مخ شي.
امریکايي چارواکي زیاتوي، ایران په خصوصي خبرو کې ادعا کړې چې وروستي بریدونه د حکومتي جوړښت د یوې وسله والې ډلې له خوا ترسره شوي دي.
واشنګټن ټینګار کړی، چې د دواړو لورو د خبرو راتلونکی د ایران په عملي اقداماتو پورې تړلی دی.



