بهرنیو چارو وزارت: د اذربایجان له زندانونو ۱۴ افغان بندیان خوشې شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اسلامي امارت د ځانګړي هدایت او په باکو کې د افغانستان د سفارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په حکم ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو او بشردوستانه تعامل ښکارندوی دی او د اذربایجان د اړوندو ادارو له همکارۍ یې مننه کړې ده.
وزارت ډاډ ورکړی چې د افغان بندیانو د قضیو د تعقیب او حل لړۍ به روانه ساتي او هڅه به کوي چې د هېوادوالو حقوق په بهر کې خوندي شي.



