د پاکستان د لومړي وزیر او ایراني ولسمشر خبرې؛ شهباز شریف: تهران او واشنګټن دې د اسلام‌آباد تړون ته ژمن پاتې شي

کابل ټکی کام (شنبه،.۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د ایراني ولسمشر “مسعود پزیشکیان ترمنځ په ټلیفوني خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د تهران–واشنګټن پر روانې شخړې خبرې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د ایران او امریکا ترمنځ د روانې بیا ځلې شخړې پر پیل اندېښنه ښودلی او ټینګار یې کړیو چې دواړه لوري باید د اسلام‌آباد له لارې شویو تفاهماتو او تړون ته ژمن پاتې شي.

نوموړي ویلي، پاکستان د سیمې د سولې او ثبات ملاتړ کوي او باور لري چې د شخړو هواری باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې وشي، نه د پوځي اقداماتو له لارې.

په ورته مهال، د ایران ولسمشر د پاکستان له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې تهران د عادلانه او متقابل درناوي پر بنسټ هر ډول رغنده خبرو ته چمتو دی.

دواړو مشرانو د سیمې د امنیت د ټینګښت، د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ډیپلوماتیکو اړیکو د دوام پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button