عراقچي: امریکا له هوکړې ګڼې سرغړونې کړې ایران خپلو ژمنو باندې ولاړ دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، تهران تر اوسه د شوې هوکړې ټولو مادو ته ژمن پاتې شوی، خو امریکا د هوکړهلیک د نهمې مادې په ګډون له ګڼو مادو سرغړونې کړې دي.
عراقچي پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، د هر ډول هوکړې د بریالي عملي کېدو لپاره اړینه ده، چې دواړه لوري خپلې متقابلې ژمنې په بشپړ ډول عملي کړي. د هغه په وینا، امریکا نه یوازې د نهمې مادې خلاف ورزي کړې، بلکې یو شمېر نور ناسم اقدامات یې هم ترسره کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی،چې د هوکړې دوام او عملي کېدل یوازې هغه مهال ممکن دي چې دواړه خواوې متقابل احترام، اطاعت او ژمنتیا وساتي.



