د کرنې وزیر: له هند سره د کرنیزو همکاریو پراختیا د افغانستان لپاره مهم فرصت دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په نوي ډیلي کې د «هند او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو» غونډې ته ویلي، چې له هند سره د کرنیزو همکاریو پراختیا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ سکټورونو د ودې لپاره مهم فرصتونه برابروي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه خلک په کرنه او مالدارۍ متکي دي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، مولوي عمري د خپل سفر پر مهال د هندي چارواکو هرکلی د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یو مثبت ګام بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د لا زیاتو اقتصادي او کرنیزو همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button