سهيل شاهین او د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنر د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر سره په لیدنه کې د ایران او پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د وضعیت او اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
په قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه، روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو د برابرولو او همدارنګه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو پر لارو چارو بحث او د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی دی.
دواړو لورو د هغو راستنو شویو کډوالو ستونزې او شکایتونه هم ارزولي، چې شتمنۍ او ملکیتونه یې په ناقانونه توګه ضبط شوي دي. بل لور ته، برهم صالح د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خپلې اندېښنې په څرګندولو سره د دغو ننګونو د حل لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی دی.



