د کورنیو چارو وزارت ټرافیک پولیسو ته نوي عصري موټرونه وسپارل شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د کورنیو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي چې د ټرافیکو پولیسو لوی ریاست ته د ترافیکي نظم د لا پیاوړتیا او د ښارونو د خدمتونو د ښه والي په موخه یو شمېر نوي عصري موټرونه وسپارل شول. دغه موټرونه د ځانګړي رنګ، نښان او عصري تجهیزاتو سره سمبال دي.
د وزارت په وینا، دغه وسایط به په ښاري او لویو لارو کې د ټرافیکي نظم د تأمین، د پېښو د مخنیوي او خلکو ته د چټکو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
د ټرافیک پولیسو مسؤلینو ویلي، د نويو موټرو په ورکړې سره به د ټرافیکي قوانینو د تطبیق کچه لوړه، د پېښو پر وخت د پولیسو رسېدنه چټکه او د ولس باور نور هم پیاوړی شي.



