د ایران د بهرنیو چارو وزیر: غني شوي یورانیم به له هېواده ونه ایستل شي او پر اټومي حقونو هېڅ ډول سازش نه منو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، د یورانیمو غني کول د ایران له ملي اړتیاوو سره تړاو لري او دا به هېڅکله له هېواده ونه ایستل شي.
عراقچي دا څرګندونې د الجزیرې خبري شبکې سره په تازه مرکه کې کړې او ټینګار یې کړی، چې غني شوي یورانیم د ایران مسلم او مشروع حق دی او د فشار یا خبرو له لارې د لغوه کېدو وړ نه دی.
عراقچي زیاته کړې، چې تهران به د خپلو اټومي حقونو پر سر هېڅ ډول سازش ونه مني او یوازې د اټومي موضوع په چوکاټ کې له امریکا سره خبرې کوي. ایران به د اټومي مسئلې پرته په نورو موضوعاتو کې له واشنګټن سره مذاکراتو ته داخل نه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې عراقچي د عمان خبرې «ښه پیل» بللي او ویلي یې دي، د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو نور پړاوونه به ډېر ژر ترسره شي.
بل لور ته، د امریکا پلاوي د خبرو وروسته په منځني ختیځ کې د «ابراهام لینکلن» جنګي بېړۍ لیدنه کړې او پر «د ځواک له لارې سولې» یې ټینګار کړی دی.



