ابراهیم تراوري: د سیف الاسلام قذافي وژل کېدل د لیبیا د وېش لړۍ دوام ده

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د بورکینا فاسو ولسمشر “ابراهیم تراوري” ویلي، چې د «دکتور سیف الاسلام معمر القذافي» وژل کېدل د دې لپاره ترسره شول چې لیبیا یو وېشل شوی هېواد پاتې شي او د دغه هېواد د تیلو شتمني د خپل ولس له کنټروله بهر وساتل شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د لیبیا اوسنی کړکېچ یوازې وسله واله شخړه نه ده، بلکې دا یو ستر اقتصادي او ستراتیژیکه سیالي ده چې د هېواد او ولس راتلونکی اغېزمنوي.

تراوري زیاته کړې، چې دکتور سیف الاسلام قذافي لیبیا کې لومړی او وروستی سړی و، چې یاد هېواد یې په یوه ټغر راټولی ولی شو او د امریکا، اسرائیلو او ځینیو عرب هېوادونو دسیسې یې شنډولې.

مربوطه مطالب

Back to top button