د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ ۵۳۸ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء په خپل ورځني راپور کې ويلي، چې د شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۳۸ افغان کورنۍ او ۲۸۹۵ تنه مهاجرین ثبت او هېواد ته راستنې شوي دي.
د ټرانسپورټ کمېټو له خوا ۶۲۹ کورنۍ او ۳۵۰۲ تنه بېلابېلو ولایتونو ته خوندي لېږدول شوي او ټولو ته کرایه ورکړل شوې ده. د مالي چارو کمېټو له ۶۳۷ کورنیو سره مالي مرسته کړې ده، او د روغتیايي او خدماتو کمېټو له خوا راستنېدونکو ته غذا، اوبه، روغتیايي خدمتونه او ۵۶۲ سیمکارتونه په وړیا توګه وېشل شوي دي.



