د پاکستان سیاسي کړکېچ؛ اپوزیسیون په ټول هېواد کې د لاریونونو اعلان کړی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان اپوزیسیون ګوندونو د ټاکنو کې د درغلیو پر ضد په ټول هېواد کې د لاریونونو اعلان کړی دی.
راپورونه وایي، دغه لاریونونه د هغو ټاکنو پر ضد ترسره کېږي چې دوه کاله وړاندې د فبرورۍ په اتمه ترسره شوې وې.

د لاریونونو غږ د پاکستان تر ټولو ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف کړی او د جمعیت علماء اسلام (ف) په ګډون ګڼ شمېر نورو ګوندونو یې هم ملاتړ اعلان کړی دی.

اپوزیسیون ګوندونه واکمن مسلم لیک (ن) ګوند او د هغوی ایتلافي ملګري تورنوي چې دوه کاله وړاندې یې په ټاکنو کې پراخه درغلي کړې او د پوځ په ملاتړ واک ته رسېدلي دي.

بل لور ته راپورونه وایي، چې نن به د پاکستان په لویو او وړو ښارونو کې د لاریونونو له امله کاروباري مرکزونه تړلي وي.

حکومت بیا د پلازمېنې اسلام‌اباد په ګډون په بېلابېلو ښارونو کې پراخ امنیتي تدابیر نیولي او د پولیسو ترڅنګ یې رېنجر ځواکونه او پوځیان هم په حساسو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button