راجه ناصر عباس : پاکستان کې د انساني ژوند ارزښت له منځه تللی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان د سنا مجلس غړي، د تحریک انصاف ګوند اتحادي او وحدت مسلمین ګوند مشر راجه ناصر عباس، د اسلاماباد د وروستي برید د قربانیانو د جنازې له مراسمو وروسته پر حکومت او ریاستي ادارو سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي ویلي، دا مهال په پاکستان کې د انساني ژوند هیڅ قدر او ارزښت نه دی پاتې او امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ ګرځېدلی دی.
راجا ناصر ادعا کړې، چې د واکمنو کړنلاره دا ښيي چې هغوی د ولس استازي نه دي، بلکې پر ولس تحمیل شوي دي.
نوموړي دغه راز د ګاونډیانو په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه د واکمنو پر تګلارو سختې نیوکې کړي او ټینګار یې کړی، چې د پاکستاني حکومت چارواکي باید په نورو هېوادونو له تورونو لګولو وړاندې خپلو کورنیو ستونزو ته توجه وکړي.



