پزشکیان: د ایران- امریکا خبرې اترې یو ګام مخته تللې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، د امریکا او ایران ترمنځ وروستۍ خبرې اترې چې په عمان کې ترسره شوې، یو ګام مخته تللې دي.
ښاغلي پزشکیان په خپلې اېکس پاڼې کې ټینګار کړی چې خبرې اترې تل د شخړو د سولهییز حل لپاره د ایران ستراتیژي وه او تهران د ډیپلوماټیکو لارو ملاتړ کوي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې: «د ایران ملت تل درناوي ته په درناوي ځواب ورکړی، خو د زور ژبه نه مني.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې په سیمه کې د تهران او واشنګټن ترمنځ د کړکېچ کمولو او د خبرو اترو د پرمختګ لپاره ډیپلوماټیکې هڅې دوام لري.



