ملا عبدالغني برادر: افغانستان دښمن ته غوړه مړۍ نه، بلکې د زقوم ونه ده

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، افغانستان چاته د زیان رسولو نیت نه لري او نه هم له چا زیان مني؛ خو که څوک د دې هېواد پر وړاندې ناوړه اراده ولري، اسلامي امارت به یې پر وړاندې کلک غبرګون وښيي. نوموړي ټینګار وکړ، چې تاریخ ثابته کړې افغانستان غوړه ګوله نه، بلکې د زقوم ونه ده، چې د لویو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې دي.
ملا برادر دغه څرګندونې نن یکشنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۱۹مه، د حضرت ابو عبیده بن جراح (رض) د ملي دفاع پوهنتون اړوند د حضرت معاذ بن جبل (رض) ملي نظامي اکاډمۍ د اوولسمې دورې د فراغت په مراسمو کې وکړې. هغه فارغو افسرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې د ملي دفاع، ملي حاکمیت او اسلامي ارزښتونو ساتنه دې په عمل کې ثابته کړي او د هېواد له هر لوېشت خاورې دې کلکه دفاع وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال همداراز وویل، اسلامي امارت د اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ له سیمهییزو او نړیوالو هېوادونو سره تعامل غواړي او په نږدې ورځو کې به کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په نویو سکټورونو کې له یو تر پنځو کلونو پورې بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي. د هغه په وینا، دا ګام به د هېواد د اقتصادي ودې، صنعت پراختیا او خودکفایۍ لپاره مهم رول ولوبوي.



