شهابالدین دلاور: ژر به په کابل کې د زړه یو معیاري روغتون پرانیستل شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ويلي، چې د دې ادارې د مشرتابه په لارښوونه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۵ تنه ناروغان، چې درملنه یې په هېواد کې دننه ناشونې ده، په ازمايښتي ډول د درملنې په موخه هند ته استول کېږي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شهابالدین دلاور ویلي، چې دغه ټولنه په کور دننه له ۱۱ پرمختللو روغتونونو سره د سوري زړه ناروغانو د درملنې تړونونه لري او په کابل کې د زړه د یوه معیاري روغتون د جوړېدو چارې هم تر ډېره بشپړې شوې، چې ډېر ژر به پرانیستل شي.



