مسکو: بریتانیا عملاً د اوکراین په جګړه کې ښکېل لوری دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په بریتانیا کې د روسیې سفیر اندري کیلین ویلي، چې مسکو حق لري لندن د اوکراین په جګړه کې د «عملي لوري» په توګه وګڼي. نوموړي دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ په یوه مرکه کې کړې دي.
کیلین ویلي، چې بریتانیا اوکراین ته سیاسي لارښوونه، مالي او پوځي تخنیکي ملاتړ، استخباراتي معلومات، تجهیزات او پوځي روزنه برابروي، چې دا ټول د جګړې په مستقیم ملاتړ کې راځي.
د روسیې سفیر زیاته کړې، چې بریتانیا د اوکرایني وسلهوالو ځواکونو او نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ په جګړه کې برخه لري او له همدې امله روسیه حق لري چې لندن د اوکراین د جګړې یو عملي ښکېل لوری وبولي.



