د مهاجرینو کمېسيون: تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۶۹۲ افغان کورنۍ، چې ۳۶۰۶ تنه غړي یې لرل، په اجباري توګه هېواد ته راستانه شوې زياتوي چې یادې کورنۍ د تورخم، د سپین بولدک، د ورېښمو او د اسلام‌کلا له لارو هېواد ته راداخل ثبت او تثبیت شوې دي.

د راپور له مخې، له یادو کورنیو څخه ۵۳۴ کورنۍ د ۲۹۹۶ غړو سره بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او له ۵۱۲ کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي. همدارنګه، راستنېدونکو مهاجرینو ته روغتیايي خدمتونه، عامه پوهاوی او ۶۴۹ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button