الماس خدرخيل
د جېفري اپسټین د قضیې هغه حساس او خطرناک اسناد چې تر اوسه د محکمې لهخوا پټ ساتل شوي وو، نن دوشنبه به د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو ته په ځانګړو او سختو شرطونو کې وښودل شي. دا ګام د دې لپاره اخیستل کېږي چې د قضیې ژور اړخونه روښانه شي او هغه کسان چې په دې دوسیه کې د جرمونو تور پرې لګېږي، د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ټاکل شوو شرطونو له مخې، دغه اسناد به یوازې د څېړنې او د جرمونو د اثبات لپاره وړاندې کېږي. د کانګرس غړي به د عدلیې وزارت ته ورځي او اسناد به په حضوري ډول ګوري.
د لیدلو لپاره لږ تر لږه ۲۴ ساعته وخت ټاکل شوی، خو له هر ډول الکترونیکي وسایلو مبايل يا کمپيوټر پرته. نه به څوک خپل ټیم، همکار او یا مشاور له ځان سره راوستلی شي؛ هر غړی به یوازې او په بشپړه توګه مسوول وي. یوازې به د یادښت لپاره کتابچه ورکول کېږي، څو لیدل شوي معلومات په ليکلي ډول ثبت کړي.
دا ترتیب د اسنادو د خونديساتنې او د معلوماتو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره جوړ شوی، خو ورسره دا پیغام هم لري چې موضوع تر هر بل وخت جدي شوې ده.
تمه ده چې د کانګرس غړي به د دغو معلوماتو پر بنسټ د قانوني اقدام لپاره فشار زیات کړي او هغه کسان چې د اپسټین په شبکې کې ښکېل دي، محکمې ته راکاږي.


















