کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)
په غزه کې د المعمداني روغتون یوې سرچینې ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو د الزیتون په سیمه کې پر ملکي وګړو ډزې کړي چې په پایله کې درې فلسطینیان، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی، شهیدان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه برید د ملکي وګړو پر وړاندې شوی او د سیمې اوسېدونکي یې له سختې وېرې او ناامنۍ سره مخ کړي دي.
بلخوا، د فلسطیني بندیانو کلب الجزیرې ته ویلي، چې صهیونیستي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال تر شلو زيات فلسطینیان نیولي دي.
د نیول شویو کسانو په ډله کې دوه مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي.
















