پنجشېر کې په لومړي ځل د زرغونو یاقوتو (ګرین ګارنټ) قیمتي ډبرو کان تثبیت شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پنجشېر ولایت ځایي مسوولین وایي، په لومړي ځل په دې ولایت کې د «ګرین ګارنټ» یا زرغونو یاقوتو قیمتي ډبرو کان تثبیت او موندل شوی دی.

د دوی په وینا، دغه کان د عنابې ولسوالۍ اړوند د ابدره کلي په سیمه کې موقعیت لري.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد کان د مسلکي استخراج لپاره رسمي جواز صادر شوی او د استخراج د پیل لپاره بشپړ چمتووالی شته. دوی ډاډ څرګند کړی چې چارې به يې د اصولو او تخنیکي معیارونو له مخې پر مخ ولاړې شي.

د معلوماتو له مخې، که د پنجشېر ګرین ګارنټ لوړ کیفیت ولري، نو په نړیوالو بازارونو کې لوړ ارزښت لري او د یو قیراط بیه یې له شاوخوا ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ امریکايي ډالرو پورې رسېږي، چې دا چاره کولی شي د سیمې اقتصادي ارزښت نور هم لوړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button