د لیبیا قبایلي مشران: حکومت دې ژر ټاکنې ترسره کړي؛ قذافیه قبیلې عایشه قذافي ټاکنو ته نومانده اعلان کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د لیبیا یو شمېر قبایلي مشرانو له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره ټاکنې ترسره کړي، څو د هېواد سیاسي کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او ثبات رامنځته شي.

په همدې حال کې قذافیه قبیلې اعلان کړی، چې د لیبیا د پخواني پوځي واکمن معمرالقذافي لور “عائشه قذافي” به په راتلونکو ټاکنو کې د نوماندې په توګه ګډون وکړي.

د قبیلې مشرانو ویلي، چې د عایشې قذافي نوماندي د ملي یووالي او سیاسي ثبات لپاره مهم ګام دی.

قبایلي مشرانو ټینګار کړی، چې د لیبیا اوسنی وضعیت ټول شموله سیاسي حل ته اړتیا لري او ټاکنې کولای شي د هېواد د راتلونکي د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.

تر اوسه د لیبیا حکومتي چارواکو د دغو غوښتنو او د عایشه قذافي د نوماندې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

مربوطه مطالب

Back to top button