م. بلال
الله تعالی خپل مکلف مخلوقات ځينې داسې پيداکړي دي، چې هغوی کې د ګناه کولو صلاحيت نشته، هغوی يوازې د الله تعالی عبادت کوي او ځينې نور يې بيا داسې پيداکړي، چې د ګناه صلاحيت يې هم په کې ايښی او له ګناه کولو څخه يې هم منعه کړي دي. لومړی ډول پرښتې/ملائکې دي او دوهم ډول انسانان او پيريان دي.
که دوهم ډول مخلوق ايمان ولري او له ګناهونو څخه ځان وساتي د لومړي ډول څخه غوره او د زياتې جايزې/انعام مستحق دي. ځکه چې په لومړي ډول مخلوق کې الله تعالی د ګناه کولو صلاحيت نه دی پيدا کړی، نو که هغوی ګناه نه کوي، دا د هغوی کمال نه دی او دوهم ډول مخلوق کې د ګناه کولو صلاحيت او ګناه لور ته رغبت او ميلان پيدا شوی دی، خو که دغه مخلوق بيا هم ګناه څخه ځان ساتي، په واقعي ډول د دوی کمال دی او د زيات ثواب او انعام وړ دی.
علماء ددې خبرې د لا ښه وضاحت لپاره يومثال ذکر کوي، داسې چې په سخته ګرمۍ او د روژې مياشتې په ورځ کې يو سړي سره هيڅ اوبه نشته، نو دی که اوبه نه څښي، دا دده کمال نه دی ځکه اوبه بيخي شته نه، نو څه شی به وڅښي او دوهم کس سره په یخچال کې يخې اوبه او خوندور شربت شته ؛خو دی يې له دې امله نه څښي، چې الله تعالی ترې بند کړی، نو دی واقعاً د کمال څښتن او د دډېر انعام وړ دی.
د انسانانو له ډلې يوازې پيغمبران عليهم السلام معصوم دي او صحابه رضي الله تعالی عنهم محفوظ دي، يعنې د انسانيت او د ګناه له صلاحيت سره سره ګناه نه ترې کيږي، پاتې ټول په يو نه يو ډول په ګناهونو کې اخته کيږي، چې ځينې وړې ګناوې د نيکو عملونو په ترسره کولو سره له منځه ځي او ځينې غټې يې له توبې پرته نه معاف کيږي، اوس پوښتنه داده چې هغه کومه توبه ده، چې ګناه له منځه وړي؟
په دې هکله الله تعالی په قران کريم کې فرمايي:
يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا [التحریم:۸]
ژباړه: ای مؤمنانو! الله تعالی ته رښتينې توبه وباسئ!
امام قرطبي رحمه الله ددغه ايت په تفسير کې ليکي: «د ( تُوبُوا إِلَى اللَّهِ ) معنا داده چې د ګناهونو څخه د الله تعالی اطاعت طرف ته وګرځئ! او د ( تَوْبَةً نَصُوحًا ) معنا دا ده چې له ګناه څخه داسې وګرځئ، چې بیا يې هيڅکله ونه کړئ!
د خپل تفسير د تاييد لپاره امام قرطبي رحمه الله د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه اثر را اخيستی دی: د حضرت نعمان بن بشير رضي الله تعالی عنه نه روايت دی، هغه فرمايي چې حضرت عمر رضي الله عنه د (نصوح توبې) په هکله پوښتنه وشوه، هغه په ځواب کې وويل: «د نصوح توبه داده چې يو سړی له ګناه داسې توبه وکړي، چې بيا هيڅکله ګناه ته را ونه ګرځي.
حدثنا هناد بن السَّريّ، قال: ثنا أَبو الأحوص، عن سماك، عن النعمان بن بشير، قال: سُئل عمر عن التوبة النصوح، قال: التوبة النصوح: أن يتوب الرجل من العمل السيئ، ثم لا يعود إليه أبدًا.
له ايت څخه څرګنده شوه، چې هغه توبه چې ګناهونه له منځه وړي او له عمل نامې څخه يې حذفوي، رښتينې توبه ده، داسې چې يو سړی په رښتيني ډول په کړې ګناه پښېمانه شي، له الله تعالی سره وعده وکړي، چې بيا به هيڅکله دغې ګناه ته نه ورګرځي او بياپه خپله وعده ټينګ ودريږي. يوازې د خولې په توبه چې عملي کوي يې نه او له زړه څخه پکې پښېمانتيا نه وي، ګناه نه ختميږي.
الله تعالی دې موږ ته د رښتينې توبې توفيق رانصيب کړي! امين