د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ملېشې پرمختګ حکومتي ځواکونه شاتګ ته اړ کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

راپورونه وایي، چې د سوډان په پلازمېنه خرطوم او د دارفور په ګډون د هېواد په ګڼو سیمو کې جګړې لا هم روانې دي، چې پکې د چټک غبرګون ملېشو او د سوډاني پوځ ترمنځ سختې نښتې دوام لري.

ځايي سرچینې وایي، د چټک غبرګون ملېشو په ځینو مهمو سیمو کې پرمختګ کړی او حکومتي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړي دي.

ویل کېږي چې جګړو د ملکي وګړو لپاره جدي بشري ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د راپورونو له مخې، په خرطوم کې لا هم د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده او د درنو وسلو کارولو له امله د ښار ګڼې سیمې اغېزمنې شوي دي.

بلخوا، د دارفور په ځینو برخو کې هم د جګړو لمن پراخه شوې او زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

نړیوالو بنسټونو او یو شمېر هېوادونو د جګړې پر دواړو لورو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو اترو له لارې د شخړې د حل هڅه وکړي، خو تر اوسه د اوربند لپاره کومه روښانه پایله نه ده ترلاسه شوې.

کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې که جګړه همداسې روانه پاتې شي، ښايي د سوډان امنیتي او بشري وضعیت نور هم خراب شي.

مربوطه مطالب

Back to top button