د سوډاني پوځ ویاند: د پلازمینې له ځینو سیمو یې تکتیکي شاتګ کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د سوډاني پوځ ویاند نبیل عبدالله ویلي، ځواکونو یې د پلازمینې” خرطوم” له ځینو مهمو سیمو تکتیکي شاتګ کړی دی.

نوموړي منلې چې ځواکونه یې د پلازمینې له پوځي هوایي ډګر څخه هم شاتګ ته اړ شوي؛ خو ټینګار یې کړی چې دا ګام د جګړې د ستراتیژۍ برخه ده.

د سوډاني پوځ ویاند ویلي، چې ځواکونو د جګړې د وضعیت له ارزونې وروسته دغه پرېکړه کړې او هڅه کوي چې په نورو سیمو کې خپل حضور پیاوړی وساتي.

بلخوا، د سوډان په بېلابېلو سیمو کې جګړې لا هم دوام لري او د جګړو له امله د امنیتي او بشري وضعیت د خرابېدو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

مربوطه مطالب

Back to top button