سراج الحق: د افغانستان په اړه د دفاع وزیر څرګندونې غیر سنجیده دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر “سراج‌الحق” د افغانستان په اړه د یاد هېواد د دفاع وزیر “خواجه محمد اصف” وروستۍ څرګندونې غیر سنجیده بللي او ټینګار یې کړی، چې باید جدي ونه ګڼل شي.

نوموړي ویلي، دا ډول څرګندونې د هېواد په سیاسي او امنیتي وضعیت منفي اغېز کولی شي او چارواکي باید په خپلو خبرو کې له احتیاطه کار واخلي.

سراج‌الحق ټینګار کړی، چې د هېواد مهمو مسایلو ته باید په مسوولانه او سنجیده توګه کتنه وشي او له احساساتي څرګندونو ډډه وشي.

سراج الحق د خپلو خبرو پر دوام افغانستان مسلمان او ورور هېواد بللی او ټینګار یې کړی، چې ترهګري د پاکستان داخلي مسئله ده افغانستان پورې یې تړل غیر منصفانه دي او اسلام آباد باید خپلو سیاستونو ته له سره کتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button