د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیونه ډالرو سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۸ سلواغه، ۱۴۰۴ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ د سوداګریز نښلون کنفرانس په څنډه کې د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي. دا هوکړې د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، مبل او فرنیچر، ټوکر او درملو په برخو کې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پراختیا په حال کې دي او کابل او تاشکند د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره جدي اراده لري.

دغه کنفرانس په کابل کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او سوداګرو په حضور کې ترسره شو.

چارواکي وايي، د دې ناستې موخه د سوداګرۍ کچې لوړول، د خصوصي سکتور ترمنځ همکاري پراخول او دوه‌اړخیزه اقتصادي اړیکې پیاوړې کول دي، چې ازبیکستاني لوري د افغانستان د تازه مېوو، په ځانګړي ډول انارو او پنبه‌دانې، وارداتو ته هم لېوالتیا ښودلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button