فرانسه کې ترافیکي پېښې، ۱۲ کسان وژلي

کابل ټکی کام ۰۶حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ور کړی دی، چې فرانسه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۲ کسان وژل شوي دي، او دوه نور ټپيان دي.
خبر وایي، دغه پېښه د یوه بس او د یوې لارۍ تر منځ د ټکر له کبله را منځته شوې ده.
د خبرونو له قوله، ټپیان دواړه د موټر چلوونکي دي، چې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د فرانسې پولیسو هم د یادې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، دغه بس چې له سویزرلنډ څخه پرتګال ته روان وو، د فرانسې په وسطي سیمه کې له لارۍ سره ټکر شو.
د پولیسو له قوله چې په بس کې سپاره ټول کسان د پرتګال وو.
پولیسو د ټکر لامل د دواړو موټر چلوونکو نشه توب ښودلی دی.



