له فردي حکومته ٪۸۱ سلنه ملي ناراضيان

« تبصره »

ډاکټر عبدالله او ډاکټر اشرف غني ، چې د جمهوري رياست په انتخاباتو کې يوبل ته مقابله کوونکي پاتې شول ډاکټر عبدالله د رايو شمېر نا سمه وبلل ، وی ويل : په رایو کې درغلي شوې ده کړکیچ ورځ په ورځ زیاتیده ، چې بالاخره د افغان ولس رايو درناوي پر ځای د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري عبدالله له يوه او اشرف غني له بله غوږه ونيول د ملي يوالي په نامه حکومت يې ورته جوړ کړ ، چې تر اوسه پورې د کابل ښار د اختلافاتو له امله بې ښارواله او د دفاع وزارت بې وزيره پاتې دی.

په اصل کې جان کيري د دوه ډاکټرانو او ور سره د څو تنو کمپاينرانو فردی حکومت جوړ کړ ؛ خو نوم يې ورته د ملي يووالي حکومت کېښود.

موږ دا منو ، چې افغان ملت له ملتونو جوړ دی ؛ خو بايد د هر ملت د غوښتنو او هيلو حکومت ته د ملي يووالي حکومت وويل شي په هر ترتيب نوم يې د ملي يووالي حکومت شو د يو کال په تېريدو سره د هرې ملي يووالي له حکومت نارضاياتۍ پېل شوه ، چې بالاخره ټول ملت ترې ناراضه شو د هېواد ځوان نسل د نا امنيو او بې روزګارۍ له امله اروپايي هېوادو ته روان دي د خپل حکومت نه په دې ناراضه دي ، چې کار نشته ، پيرسيد احمد ګيلاني او حبيبه سورابي د سولې شورا ته سره د نورو مرستيالانو ځکه ونومول ول ، چې له حکومته ناراضه وو.

د کونړ د پخواني والي فضل الله وحيدي په څير کسانو بهرته ځکه د کورنيو سره مخه وکړه ، چې له حکومته ناراضه شول ، افغاني سودا ګر ځکه په افغانستان کې په فابريکو پانګونې نه کوي ، چې د حکومت د بې کفايتی او نا امنيو له کبله ناراضه دي.

د کندوز په روغتون بمبار شوو کورنيو ځکه د حکومت او ناټو مرستې وانه خيستې او ترې يې انکار وکړ ، چې له حکومته ناراضه وو ، جهادي يو شمېر کسان د سياف په مشرۍ ځکه دحراست او ثبات شورا جوړه کړه ، چې له حکومته ناراضه دي.

د جنوري په مياشت کې  په قطرکې د پګواش د غونډې مخالفت ځکه وشو ، چې پکې د حکومت ناراضيانو برخه اخيستي وه احمدي د نوي ملي جبهې په نامه ځکه بل ګوند جوړ کړ ، چې له حکومته ناراضه شو.

د اشرف غني لمړی مرستيال عبدالرشيد دوستم ځکه ځان مرور کړی ، چې له حکومته ناراضه دی ارغنديوال او هلال ځکه حکومت کې دي ، چې له ګلبدينه ناراضه دي.

د ډاکټر عبدالله څخه هم محمد خان ناراضه دی ؛ خو د سياسي هدف د تر لاسه کولو لپاره يې ځان خاموشه کړی دی د دې او دا ډول نورناراضيان ، چې را ټول شي ۸۱  سلنه پوره کوي ، چې حکومت د څو تنو حکومت پاتي شو ځکه خو  وايو ، چې د فردي حکومته ۸۱  سلنه نارضيان پوره شول او که يوځل بيا سروي وشي تردی به زيات شي د امريکا نشراتي بورډ bbg د مديره هيئت او ګلوپ شرکت په ۲۴ ولايتونو کې سروې کړی ده او وایې چې ۸۱ سلنه ولس له حکومت ناراضه دی پاتې برخه يې د دوه ډاکټرانو او څو کمپاينرانو حکومت دی ، چې نور ورته د ملي يووالي نه بلکې فردي حکومت ويلی شو په اصل کې ولس د اشرف غني او عبدالله نه په دې ناراضه شو ، چې رايو ته يې درناوی ونه شو.

له دی شوي سروي د مخه د اسيا نړيوال بنياد هم یو سروي کړی وه  چې په دې سروې کې  ولس د طالبانو سره په سوله زياته رايه ورکړې وه ، چې په دې حکومت کې د سولې واک او توان هم نشته ځکه خو ترې د اوس د نارضايانۍ کچه۸۱ سلنې ته ورسيده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button