هرات کې یوه سړي او یوې مېرمنې ځانوژنه کړې

کابل ټکی کام ۰۷حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هرات ولایت د روغتیا مسئولینو ویلي دي، یوې ښځې او یوه سړي چې ځانونه یې ځوړند کړي، جسدونه یې روغتون ته ور وړل شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون د مطبوعاتو مسئول محمد رفیق شېرزي نن رسنیو ته ویلي دي، دغه مېرمن چې د ۱۶ کالو او سړی د ۲۵ کالو دي، د دغه ولایت د ګذره او کوهدامن ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
په ورته وخت کې د هرات د امنیه قومندان ویاند عبدالروف احمدي ویلي دي، چې د یادې پېښې په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.
د یادولو ده، چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې ډېرې شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button