ایران کې د امبولانس چورلکې د غورځېدو له کبله ۱۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام ۰۷حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د ایران ایرنا رسمي خبري اژانس خبر ور کړی دی، چې د دغه هېواد په شیراز ولایت کې یوې امبولانس چورلکې سقوط کړ ی دی، چې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
ایرنا خبري اژانس ویلي دي، دغې امبولانس چورلکې چې د خنج ولسوالۍ څخه یې یو ناروغ شیراز ولایت ته انتقالولو، له الوتنې کمه موده وروسته د شیراز ښار سویل لوري ته په ۳۰ کیلو مترۍ کې پرېوتې ده.
پېښه چې د ځایي وخت د شپې پر ۲ بجو او ۳۰ دقیقو را منځته شوې ده، د ناروغ او د هغه د پایواز، د چورلکې د پیلوټ، تخنیکرانو او د روغتیایي پرسونل د دوو تنو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button